About Al-Taqwa:
التقوی ښوونيز مرکزونه له شاوخوا ۳۰ کلونو را په دې خوا له هېواد څخه بهر او په هېواد کې دننه فعاليت کوي، ددې پروګرامونو لړۍ له نن نه شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې د پاکستان په پېښور ښار کې د التقوی لېسې په نوم پيل شوې ده چې په تدريجي توګه يې انکشاف کړی دی.د افغانستان د ۱۳۸۲ هجري لمريز کال د اساسي قانون د ۴۶ مادې له مخې خصوصي اشخاصو ته اجازه ورکړل شوې ده چې که وغواړي د قوانينو د احکامو په نظر کې نيولو سره پوهنتونونه او تحصيلي مؤسسات ايجاد کړي.خصوصي پوهنتونونه او تحصيلي مؤسسات له دولتي پوهنتونو سره په ګډه او د يو سالم رقابت له لارې د باکيفيته زده کړو د زمينې د برابرولو لپاره هلې ځلې کوي. د اساسي قانون له پورتني فرصت نه په استفادې سره په اسلامي، ملي اونړيوالو معيارونو د يو سنبال تحصيلي معياري مرکز د رامنځ ته کولو په موخه التقوی د لوړو زده کړو موسسه په ۱۳۹۰ل کال کې د لوړو زده کړو له محترم وزارت څخه د فعاليت د (۵۵) شمېرې جواز په ترلاسه کولو په ۲۵/۱۱/۱۳۹۰ نېټه تاسيس شوې ده. تردې مهاله په دې تحصيلي موسسه کې د حقوقو او سياسي علومو او د اقتصاد، اداره او تجارت پوهنځي فعاليت کوي چې د هر پوهنځي علمي او اداري چارې د دکتورا او ماسټرې په کچه د مسلکي او تجربه لرونکو استادانو پر مټ مخ پر وړاندې ځي.
Job Description:
استاد مکلف دی څو د لوړو زده کړو د قانون او ددې وزارت د نورو اړوندو لوايحو او د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د داخلي پاليسۍ له مخې په خپله اړونده رشته کې تدريس وکړي، محصلينو ته د مونوګرافونو او څېړنې په برخه کې لارښوونه وکړي او علمي څېړنې ترسره کړي.
د مؤسسی د اخلی پالېسۍ له مخې په اوونۍ کې دمشخصو درسي ساعتونه تدریس.
داړوند څانګې له مشورې سره سم په یوه نوې او حاده موضوع کې د څېړنې ترسره کول.
د موسسې د داخلي پالېسو سره سم په مرکزي او فرعي کمېټو کې غړبتوب.
د قانون اړوند نورې هغه دندې چې د ذیصلاح مقاماتو له خوا ورته وسپارل شي.
Job Requirements:
د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسه د اقتصاد پوهنځي په اداره او تجارت څانګه کې 5 تنه او عمومي اقتصاد څانګه کې 5 تنه دايمي استادانو ته په لاندې شرايطو اړتيا لري:
په اړوندو برخو کې د دکتورا او ماسټرۍ سند ولري.
دا چې د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې په اقتصاد پوهنځي کې تدريس په انګليسي ژبه دی نو د پښتو او دري سربېره بايد پر انګليسي ژبه هم بشپړ تسلط ولري
د کمپيوټر د افس له ټولو پروګرامونو او په ځانګړي ډول پر MS Word, MS Excel, MS Power Point پروګرامونو بشپړ تسلط ولري.
تحصیلي اسناد یې د لوړوزده کړو وزارت څخه تايید شوی وی .
په يو معتبر ملي او نړيوال ژورنال کې لږ تر لږه د يوې علمي يا څېړنيزې مقالې لرلو ته ترجېح ورکول کيږي او هغه شخص چې دغه ډول مقاله يې خپره شوې وې د انتخاب ډېر چانس لري.
Submission Guideline:
The application comprises one page cover letter explaining why you are interested in this post and how you meet the qualifications outlined above and attaching your CV to it. Interested candidates should submit their CV via e-mail, indicating on the subject line the title of the position applied for, to hr@altaqwa.edu.af /vc.academic@altaqwa.edu.af/ chancellor@altaqwa.edu.af till 04/06/2022. For more information, please Contact#:0093777323366-0093783287788
Submission Email:
hr@altaqwa.edu.af/chancellor@altqwa.edu.af/vc.academic@altaqwa.edu.af